پلخمري باختر دوري دمياشتې ٥ نيټه :
په بغلان کې د ١٣٩٧ نوى تعليمي کال پيل شو.
د باخترآژانس د خبريال دخبرله مخې ؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مقصدپه پلخمري په ښارکې جوړه شوې وه د بغلان والي انجينرعبدالحي نعمتي وويل ؛ هغه اساسي او ځانګړې ستونزې چې د هېواد په پوهنې پورې اړوند دي نا امني ده او بايدد ښه امنيت د تامينولو په لاره کې کوښښ وکړو ځکه چې امنيت دپوهنې دپرمختګ ضامن دى.
په دغومراسمو کې دپوهنې رئيس ډاکټر محي الدين وويل ؛ په بغلان کې ٥٦٦
ښوونځي فعال دي چې په سلو کې څه ناڅه پنځوس يې ودانۍ لري او نور پاتې ښوونځي يې ودانۍ نلري.پاى شکريه ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ