اقتصاد

دملي تدار کاتو کمېسیون د۱،۴ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور کړل

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوې وه  د۱،۴ میلیاردو افغانیو په ارزښت د کابل ښار د سړک جوړولو د څلورو پروژو په شمول ۱۰ قراردادونه منظور کړل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
منظور شوي قراردادونه په  لاندې ډول دي:
– د کابل ښاروالۍ اړوند د درېیم پروان، د تنظیف څلور لارې څخه تر لب جر څلور لارې پورې، د پنځه سوه فامیلي څلور لارې او د مریم لېسې څخه تر خشت هوختیف پورې د سړکونو جوړول او پخول؛
– د برېښنا او اوبو لګولو وزارت اړوند د لقي، شهروان تخار او سیاه آب کانالونو جوړول او بیارغول؛
– د فوایدعامې وزارت اړوند د ټرانس ــ هندوکش سړک د پروژې لپاره د مشورتي شرکت استخدام؛
– د حامد کرزي بین المللي هوایي ډګر د ساتنې او بیارغونې خدمتونه؛
– د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې اړوند د مزار شریف د رادار سېسټم د ساتنې او بیارغونې پروژه؛
– د کورنیو چارو وزارت اړوند د نقلیه وسایطو ۱۹۱ قلمه پرزو تدارک؛
– د پایتخت زون د پرمختیا خپلواکې ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ د تجهیزاتو تدارک؛
– د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت اړوند د عامه پوهاوي د پروګرام پروژه؛
غونډې د ملي تدارکاتو کمېسیون کې همداراز د وړتیا له لحاظه په بېلابېلو ګټګوریو کې د شرکتونو د طبقه بندۍ د کار د پېل، کوچنیو او منځنیو شرکتونو ته د زیاتې برخې ورکولو د فرصت رامنځته کولو په ځانګړې ډول هغه شرکتونه چې په رښتینې توګه ېې مالکیت ښځینه سوداګرو پورې اړوند وي؛ د لومړیتوب، د ودانیزو چارو سکتور کې د کورنۍ پانګونې لپاره زمینه سازي او د شرکتونو د ګټې د مالکیت په اړه بحث ترسره شو.     
په دې غونډه کې  اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو، په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي، د ملي تدارکاتو ادارې چارواکو او د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون څارونکو هم برخه اخستې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته