بغداد اسوشتدپرس باختر دسلواغې دمياشتې ١٨ :
دعراق د پايتخت بغداد ښار په تجارتي ناحيو کې په موټرو کې د ايښودل شويو بمونو دچاودنې له امله پرون نهه تنه ووژل شول او اته څلويښت تنه نور ټپيان شول .
باخترآژانس داسوشتدپرس خبري آژانس له خولې خبر راکړ :
دغه موټرونه د موټرو په تم ځايونو کې درول شوي و او ډير وژونکي بريدونه
يې دجميلا او کاظميه دشمال په ناحيمو کې دوه بريدونه و چې له امله يې شپږ تنه ملکي وګړي ووژل شول او دوه ويشت تنه نورټپيان شول .
دعراق په کرادر ناحيه کې په موټر کې دايښودل شوي بم دچاونې له امله دري تنه ووژل شول اويو ويشت تنه نور ټپيان شول .
دغه بريدونه په داسي حال کې کيږي چې په عراق کې د چهارشنبي د ورځې په بريدونو کې څلور ديرش تنه ووژل شول .
0 1 دقیقه لوستل