امنیت

وسله والو کسانو شپږ تنه پاکستاني امنيتي ځواکونه ووژل .

کابل باخترد ليندى  څليرويشتمه :
پاکستاني رسنيو اعلام وکړ چې دبلوچستان ايالت تربت سيمې ته څيرمه دامنيتي ځواکونو په کاروان دوسله والو کسانو په بريد کې ددغه هېواد دسرحدي ځواکونو شپږ تنه  غړي ووژل شول اوڅوارلس تنه نور ټپيان شول .
ايرنا داکسپرس  تريبيون  خبري اژانس له خولې خبرراکړ دغه تروريستي بريددبلوچستان دسرحدي ځواکونو دسپرلۍ  په موټر  وشو .
ددغو رپوټونو له مخې، دغه بريد دايران پولي ته څيرمه په غرني سيمه کې وشو چې له امله يې څوارلس تنه سرحدي  ځواکونه ټپيان شول .
تراوسه پورې هيچا ددغه بريد مسووليت په غاړه  نه دى اخستى خو ديوې سرچينې له خولې پاکستاني رسنۍ  ويلي دي چې دغه بريد ښايي دطالبانو ، داعشيانو او يا القاعده  په ډلې پورې اړوندو ځواکونو له خوا شوې وي
پرون  سهار هم په کيچ  سيمه کې په امنيتي ځواکونو په بريد کې يوشمير پوځيان ووژل شول .
ددغې بريد مسووليت دبراس په نامه  دپاکستان دبلوچستان غورځنګ په غاړه نيولى دى .
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته