کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٥ :
شپږ تنه سرتيري چې پنځه ورځې په سرپل ولايت کې له طالبانو سره بنديان وو ، ازادل شول.
دسرپل والي محمدظاهر وحدت باخترآژانس ته وويل ؛ دسرپل _ جوزجان دلويې لارې په اوږدو کې دامنيتي ځواکونو دتاکتيکي عملياتوپه نتيجه کې شپږ تنه پوليسان چې له طالبانوسره بنديان وو، آزاد کړاى شول.
و حدت زياته کړه : ددغو سرتيرو له جملې څخه دوه تنه يې يوڅه ټپيان دي او ددرملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوي دي .
ويل کيږي دغه سرتيري پنځه ورځې له طالبانو سره بنديان او ځورول شوي دي .
دعبدالرحمن په نامه يو سرتيرى وايي ؛ خوشحاله يم چې اوس آزاد شوم او ژوندى يم .
وحدت زياته کړه چې ددغو عملياتو په بهيرکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه تنه نور يې ټپيان شول او دهغوى شپږ موټرسايکلونه دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.
0 1 دقیقه لوستل