امنیت

يوه ځوانه نجلۍ په غزني کې په ډزو سره ووژل شوه

کابل باختر دسلواغي دويمه :
يوه ځوانه نجلۍ پرون په غزني ولايت کې په ډزو سره ووژل شوه .
پوليس وايي چې ددغې شپاړلس کلنې نجلۍ مړى پرون ناوخته د غزني ښار په اسفندي سيمه کې ترلاسه شوى دى .
تراوسه پورې ددغې وژنې انګيزه نه ده روښانه شوې او هم عاملين يې نه دي پيژندل شوي .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: امنيتي مامورين ددغې نجلۍ د مړى له ترلاسه کولو وروسته په دې بريالي شوي دي چې کورنۍ يې وپيژني او په دغې پيښې خبرې کړي.
د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدي باخترآژانس ته وويل چې امنيتي مامورينو د دغې ځوانې نجلۍ له بکس څخه يوه کمه اندازه نشه يي توکي ترلاسه کړي دي.
ده وويل چې د دغې وژنې عاملين او د پيښې انګيزه تراوسه پورې نه ده روښانه شوې.
دغزني والي وايي: د دې احتمال چې دغه نجلۍ د اخلاقي مفاسدو په خاطر وژل شوې وي؛ شتون لري.
په همدې حال کې د غزني ولايت امنيتي مامورين وايي چې د دغې وژنې د انګيزې  د معلومولو او د عاملينو د پيژندلولپاره يې تحفيقات پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته