امنیت

د جلال آباد _ تورخم دلويې لاري دبريدلپاره دطالبانو طرحه ناکامه شوه

کابل باختردکب دمياشتې٢٧ نيټه :
دجلال آباد _ تورخم د لويې لاري دبريدلپاره  د طالبانو طرحه ناکامه شوه. په دغو يرغلګرو پرون د دوى له بريد څخه مخکې  دغني خيلو په ولسوالۍ کې دملي اردو دځواکونوله خوا بريد وشو، چې له امله يې  شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل  شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل ؛  چې د ملي اردو  دځواکونو په دې ناڅاپي  بريد کې شپږ تنه ډار اچوونګي ووژل  شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
ده وويل ؛  طالبانو غوښتل  دغني خيلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دجلال آباد_ تورخم په لويې لارې  يرغل وکړي  .
سرچينه زياتوي چې په دغه نښته کې ديرغلګرو يوشمير سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوي دي. پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته