فرهنګ

يونسکو داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخبريالانودروزنې په برخه کې همکاري کوي .

کابل باختر د ثور  لسمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارې معينې ميرمن سيمين حسن زاده  ديونسکو  دسازمان له رييس  سره په کتنه کې دخپرونوپه برخه کې  ددغه سازمان په همکارۍ باندې ټينګار وکړ .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې په دې کتنه کې دواړو لورو ددغو همکاريو دبيلابيلو اړخونو په باب  خبرې وکړې .
ديونسکو رييس په دغو خبرو کې تياري څرګند کړ چې دخبريالانو دظرفيت دلوړولو په برخه کې  به په ايتالياکې ديونسکو دخبريالۍ په انستيتوت کې دخبريالانو داوږدمهالې روزنې زمينه برابره کړي .
ده دغه راز ژمنه وکړه چې په کابل کې هم دخبريالانو په تيره بيا د ښځو او نجونولپاره درسانه يي کار دلنډ مهالې روزنې زمينه برابروي .
په مقابل کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې دبيان دازادي  په لاره کې  اوپه نورو برخو کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت برياليتوبونه طرحه کړل او زياته يې کړه درسنيو  قانونمند کول او په روان کال کې دچاپي صوتي او تصويري رسنيو دبرخې دفعاليت پراختيا هغه مسئلې دي چې بايد پاملرنه ورته وشي .
دخپرونو دچارو معينې له نړيوالو بنسټونو او په تيره بيا ديونسکو له سازمان څخه وغوښتل چې دفرهنګي اورسانه يي همکاريو په لړ کې دمطبوعاتو او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دبرياليتوبونو په ساتنه کې مرسته وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته