امنیت

په ننګرهارکې په لسګونو کلي د داعشيانو له شتون څخه پاک شول

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٩ :
په داسې حال کې چې په ننګرهار ولايت کې د داعش ضدپوځي عمليات دوام لري؛ د کوماندو ځواکونو په دغه ولايت د ډاراچوونکوله شتون څخه د لسګونو کليو د پاکولو خبر ورکړ.
د کوماندوځواکونو وياند احمد جاويد سليم باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د کوماندو ځواکونو نن په وروستي اقدام  کې وکولاى شول چې په مومند دره کې د داعشيانو مقاومت وځپي او دغې درې ته ننوځي.
د مومند دره په اچين ولسوالۍ کې د داعشيانو يوه ستراتيژيکي سيمه ده .
په دغو نويو جګړوکې د دريو تنوځانمرګو يرغلګرو په  ګډون ١٧ تنه داعشيان ووژل شول او څو تنه نور يې ټپيان شول.
ده وويل چې د کوماندو ځواکونه هماغه شان په ا چين  او دننګرهار ولايت په نورو سيموکې د داعشيانو له شتون څخه دسيمو دپاکولو عملياتو ته دوام ورکوي.
ددغو پوځي عملياتوله پيل څخه تر اوسه پورې د داعشيانو د څو پاکستاني قوماندانانو په ګډون څه ناڅه  ١٥٠ تنه داعشيان وژل شوي او ټپيان شوي دي او پوځيان په دې بريالي شوي چې پراخې سيمې د دغو جګړه مارانو له شتون څخه پاکې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته