ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو د موسسو د عالي شورا غونډه د مارشال محمدقسيم فهيم په مشرۍ جوړه شوه

کابل باختردوږي دمياشتې  ٢٦ :
د لوړو زده کړو دموسسو دعالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې د جمهوري رياست د لومړي مرستيال او د لوړو ز ده کړو دموسسو د عالي شورا د رييس مارشال محمد قسيم فهيم په  مشرۍ د صدارت د ګلخانې په  ماڼۍ کې  جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په غونډه کې دجمهوري رياست لومړي مرستيال دافغانستان داسلامي جمهوريت لپاره د لوړو زده کړو د کادرونو د ارزښت او مقام بيان کړ او ويې ويل چې دافغانستان دځوانانو روزنه دهغوي دکار اوفعاليت سره تړاو لري  او له دې  پلوه  د افغانستان داسلامي جمهوريت کادري سياست، د مسلکي کادرونو د علمي او مسلکي  زده کړې دکچې په  لوړولو کې خلاصه کيږي.
د لوړو زده کړو د موسسو دعالي شورا په نننۍ غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د وړانديزونو اجنډا په ترتيب سره په جلاجلا ډول د لوړو زده کړو موسسو دعالي شورا دغړو له خوا وڅيړل شوه او د دغو مواردو پريکړه وشوه  :
_  دبلخ پوهنتون ته دشمال دنظامي حوزوي روغتون د پخوانې ودانۍ د ورکولو په باب د لوړو زده کړو وزارت وړانديز په اصولوکې تائيد شو، خو وپتيل شوه چې د لوړو زده کړو وزارت او دچارو ادارې او د وزيرانو شورا دلوى رياست له خوا يو هيئت دې موضوع د ملي دفاع وزارت له استازي سره وڅيړي او په دې اړوند دې  ددغه وزارت موافقه ترلاسه کې  او د موضوع دې د وزيرانو شورا غونډې ته وړاندې شي .
_  په ننګرهار ولايت کې د سياينس او د اسلامي علومو د نومولو په باب پريکړه وشوه چې د وزيرانو شورا د فرهنګي او د ټولنيزو خدمتونو اداره دې دافغانستان د اسلامي جمهوريت د وزيرانو شورا، د ماليې وزارت او د لوړو زده کړو وزارت سندونو او مصوبو ته مراجعه وکړي او روښانه دې کړي چې د دغو ادارو په سندونو کې د سياينس او د اسلامي علومو د نويو پوهنتونونو او د اسلامي نړيوال پوهنتون جوړول څه ډول وضاحت لري چې د هغه له مخې د لوړو زده کړو د موسسو عالي شورا وروسته تصميم ونيسي.
_  د لوړو زده کړو د موسسو  د عالي شورا د غونډو د جوړلو طرزالعمل تائيدشو خو پريکړه وشوه چې ددغه متن طرحه دې په عدلي اوقضايي چاروکې د سلاکار وزير قضاوتپوه محمداشرف رسولي له خوا بيا وڅيړل شي او د غونډې د يادونو په پام کې نيولوسره دې تصحيح شي .
_  د لوړو زده کړو د موسسو عالي شورا د معالجوي طب په پوهنځي کې د شموليت په باب د دوى د تحصيلي فراغت په  سندونو کې د عمر د اصلاح باب   زموږ د دوو تنو هيوادوالو محترمې ګلالۍ د نيک محمد د لور او د محترمې شبنم د نثاراحمد د لور عريضې د قوانينو  او مقرراتو د حکمونو پرخلاف وبللې او ردې  کړې.
_  غونډې دغه راز د مصطفى اجمل د آقا ګل د وزى د عريضې په باب دکابل دطبي پوهنتون د تدريسي کميسيون پريکړه تائيدکړه او وپتيل شوه چې د لوړو زده کړو وزارت دې له ملکي څخه نظامي ته د ده دبدلون موضوع دجمهوري رياست مقام ته پيشنهادکړي.
_  غونډې د بورسونو تنظيم د رياست وړانديز مطالعه کړ اوپريکړه يې وکړه، هغه کادرونه چې دماسترى او د دکتورا د درجو د لوړو زده کړو د دوام لپاره له هيواد څخه بهر ته استول کيږي؛ دخپلوکورنيو دليږدونې اجازه نه لري.
_ غونډې دغه راز د لوړو زده کړو د موسسو د استادانو د معاشونو د زياتوالى موضوع وڅيړله. دماليې وزارت دمعين دڅرگندونو په پام کې نيولوسره دغه مسئله د وزيرانوشورا د نولسمې ګڼې مصوبې له پنځم بند سره سم د اجرا وړ گرځيدلې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته