امنیت

په بدخشان کې د تودوخې له امله د قربانيانو شمېر اوو تنو ته ورسيد

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٠
په بدخشان ولايت کې د هواد د سخت تودوخې او د سيلاوونو د راوتلو له امله د قربانيانو شمېر ٧ ته ورسيد.
د بدخشان ولايت له پيښو سره د مبارزې رييس سيد عبدالله همايون دهقان دباختر آژانس خبريال ته وويل: ګرمۍ د هواد د سخت تودوخې او د بدخشان ولايت د شهدا ولسوالۍ د يونک د ساحې د غرونو په لمنوکې د واورې د ويلو کيدو او د سيلاوونو د راوتلو له امله د شپږو ماشومانو په ګډون ٧ تنه ووژل شول.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې پيښه کې دغه راز د استوګنې ١١٠ کورونه ويجاړ او د سيمې خلکو امنو سيمو ته پناه وړې ده.
ده زياته کړه: دغو کورنيو له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.
دهقان وويل: تر اوسه پورې د بدخشان د بيړنيو حالاتو کميټې د نړۍ د خوړو د موسسې په همکارۍ ژمنه کړې ده چې تر راتلوونکو دوو مياشتو پورې خوراکي توکي برابر او د دوى په واک کې يې ورکوي.
ده زياته کړه: د يونيسف موسسې هم د ښځينه او نارينه جامو او خوراکي توکو په ګډون د مرستې انډې د شهدا ولسوالۍ د يونک ساحې په زيانمنو شويوکسانو ويشلې دي.
ويل کيږي هغه خلک چې کورونه يې ويجاړ شوي دي؛ د خپلوانو په کورونوکې شپې سبا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته