امنیت

په کندز ـ تخار لویه لاره کې د طالبانو برید په شا وتمبول شو

کابل / د وږي ۲۴ مه / باختر
په کندزـ تخار لویه لاره کې تېره شپه د وسله والو طالبانو برید په شا وتمبول شو او ١٤ وسله وال طالبان ووژل شول.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختر آژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو غوښتل په کندز ـ تخار لویه لاره کې پر دفاعي او امنیتي ځواکونو برید وکړي چې د پوځیانو له مقاومت سره مخ شول.
جمال زیاته کړه چې د یوه سرګروپ ابومحمود په ګډون ١٤ وسله وال طالبان ووژل شول او ٥ نور يې ټپیان شول.
پاى/ سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته