امنیت

ديرش تنه وسله وال مخالفين دسولې له بهيرسره يوځاى شول

کابل  باختردکب  دمياشتې  ١ :
درې ډلې وسله وال مخالفين  دکونړ، بلخ ،اودننګرهار په ولايتونو کې دسولې له بهيرسره يوځاى شول.،
دملي امنيت دادارې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ.
په هيواد کې  دسولې اوثبات  دتامينولو په مقصد دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو دکار له امله درې ډلې وسله وال مخالفين چې ديرش تنه کيږي دکونړ، بلخ  اودننګرهار په ولايتونوکې له جګړې او ورور وژنې څخه لاس واخيست او دسولې له بهيرسره يوځاى شول.،
دغه کسان له زياتې مودې را په دې  خوا دخپلو ولايتونو په مربوطاتوکې په دولتي  ضد او وسله والو فعاليتونو بوخت و  چې ددغو ولايتونو دادارو دمسوولينو په وړاندې له دښمني  څخه لاس واخيست  او دسولې له بهيرسره يوځاى شول او څرګنده يې کړه چې له دې وروسته به په خپلوسيمو کې دسولې اوثبات  دتامينولو په لاره کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه  ونه کړي او خپل سوله ييز ژوند ته به دوام ورکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته