امنیت

د فارياب پر څو امنيتي پوستو د طالبانو بريدونه ناکام شول

کابل/ د وري ٢مه/ باختر د فارياب پر څو امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو په بريدونو کې ٧ يرغلګر ووژل شول او ١١ نور يې ټپيان شول. دغه پېښې تېره شپه ناوخته په دولت آباد ولسوالۍ کې رامنځته شوې. د هېواد په شمال کې د شاهين قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي چې پوځيان د طالبانو په بريدونو خبر وو او بريالي شول چې جګړه مارانو ته د سر زيان واړوي. دغه قول اردو وايي چې په بريدونوکې ٧ وسله وال طالبان وژل شوي او ١١ نوريې ټپيان شوي دي. په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې ٤ وسله وال طالبان په فارياب کې د يولړ جګړو په بهير کې وژل شوي دي. دغه جګړې تېره شپه د ميمنې ښار ته څېرمه او د قيصار ولسوالۍ په تګلوري کې رامنځته شوې دي. د يو بل خبر له مخې: پوليسو د فارياب له ګڼ مېشتو لارو څخه د شپږو ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله. ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته