اقتصاد

دافغانستان او روسيې ترمنځ داقتصادي همکاريو دګډ کميسيون دريمه غونډه جوړه شوه .

کابل باختر د کب  دولسمه :
دافغانستان او روسيې  ترمنځ داقتصادي همکاريو دګډ کميسيون دريمه غونده  نن دماليې دوزير اکليل حکيمي او دروسيې  فدراتيف  دانرژۍ وزارت دمرستيال يوري سينتورين په ګډې مشرۍ  ددواړو لورو دهئيتانو او دروسيې دبيلابيلو  شرکتونو دڅه دپاسه پنځوسو تنو استازو په ګډون جوړه شوه .
دماليې وزارت دعامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ:  په دې غونډه کې دواړو لورو دصادراتو ، نفتي توکو او اوبلن ګاز پانګونې ، سوداګرۍ  او ترانزيت ،  دظرفيت دلوړولو ، صنعت ، ملي سوداګرو ته د ويزې دصادرولو ، اوسپنې پټلۍ ، انرژۍ ، ترانسپورت ، لوړو زده کړو او دنورو مهمو مواردو په باب خبرې وکړې .
  دماليې وزير اکليل  حکيمي وويل : (اقتصادي همکاري  دهېوادونو ترمنځ ددوستۍ دټينګښت  يوه ډيره ښه لاره کيداې شي او دافغانستان او روسيې  ترمنځ داقتصادي او تجارتي همکاريو  ګډ کميسيون ددواړو هېوادونو ترمنځ دهمکاريو يو نوۍ فصل پرانيستى دى .  )
ده زياته کړه .( موږ دپانګونې په برخه کې ډير اسان قوانين لرو  او بهرنيو پانګې اچوونکو ته خاص امتياز ورکوو چې روسي پانګې اچوونکي کولاى شي له هغو څخه ګټه واخلي )
  وروسته دروسيې فدراتيف  دانرژۍ وزارت مرستيال يوري سينتورين  دماليې له وزير څخه دمننې په څرګندولو سره وويل: همدااوس دغه کميسيون په يوه کلک  بشردوستانه ارګان بدل شوى دى او اصلي موخه يې سيمه ئيزې مرستې  او دترانسپورت ، انرژۍ او زده کړو په لاره کې داسانتياو دبرابرولو لپاره دښو شرايطو  برابرول دي
دافغانستان او روسيې ترمنځ داقتصادي همکاريو دګډ کميسيون ددريمې غونډې کار سبا هم دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته