اقتصاد

دکاسا _ ١٠٠٠ د پروژې سندونه بشپړ شول

کابل باختر د ثور  څلورمه :
د افغانستان، قرغزستان، تاجکستان او پاکستان د انرژۍ وزيرانو د کاسا- ١٠٠٠ د پروژې د تطبيق سندونه او د هغې د اجرا کولو په برخه کې وروستي تصميمونه د دغې پروژې په بين الحکومتي غونډه کې بشپړ شول.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د تاجکستان جمهوريت په غوښتنه ټاکل شوې ده د کاسا – ١٠٠٠ پروژه د ٢٠١٦ ميلادي کال د مې دمياشتې په دولسمه نيټه په رسمي ډول او د يولړ مراسمو په ترڅ کې د دغو څلورو هېوادونو د جګپوړو هئيتونو، د مالي پراختيا د بانکونو، د تمويلوونکو هېوادونو او د ملاتړيزو بنسټونو د استازو په ګډون په تاجکستان کې پرانستل شي .
په دغو مراسموکې به د افغانستان د اسلامي جمهوريت له لوري اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ګډون وکړي .
کاسا – ١٠٠٠ د مرکزي آسيا يوه ستره سيمه ئيز پروژه بلل کيږي چې د لومړي ځل لپاره په ٢٠٠٥ ميلادي کال کې د سيمه ئيزو اقتصادي همکاريو د کنفرانس (   رکا   )  له خوا معرفي شوه . دغه پروژه دوه بدلووونکي ستيشنونه لري.
د کاسا – ١٠٠٠  پروژه د قرغزستان او تاجکستان د بريښنا اضافي انرژۍ په لوړ ولتاژ سره افغانستان او پاکستان ته ليږدوي او د لوړولتاژ يو ترانسفارمر به د پلخمري په برقي حوزه کې جوړ شي چې د افغانستان د اړتيا وړ بريښنا ٣٠٠ ميګا واټ  او پاکستان ته د هغې ليږدونه هم تامين شي.
د دغې پروژې ټول لګښت کابو  ١٧ر١ مليونه ډالره اټکل شوى دى او تراوسه پورې نړيوال بانک، دامريکا متحده ايالاتو، انګلستان، د پانګونې اروپايي بانک او د اسلامي پراختيا بانک د دغې پروژې د مالي تشې د لرې کولو په برخه کې ژمنه کړې ده .
افغانستان به پاکستان ته د بريښنا له ترانزيت څخه په کال کې د پنځه څلويشتو ملياردو ډالرو معادل عايد ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته