کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٢٧:
څوشيبې مخکې په جلال آباد کې چاودنه وشوه.
درارسيدلو خبرونوله مخې : دغه چاودنه دجمهوري رياست دنوماند عبدالقيوم کرزي دانتخاباتي کمپاين دفتر ته څيرمه وشوه.
د جلال آباد ښار يو امنيتي مسوول له باخترآژانس سره په اړيکه کې دغه چاودنه تائيد کړه خوله دې امله دسر داوښتي زيان په باره کې يې بې خبري وښودله.
ويل کيږي چې بم دواټ ترڅنګ دکثافاتو په يوه لوښي کې ايښودل شوى و.
دپيښې جزئيات وروسته خپريږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ