امنیت

د نيمروزجيل ته ودانۍ جوړيږي

کابل باختر دوري اوومه :
د نيمروز ولايت د جيل د نوې ودانۍ د جوړولو کار نن پيل شو .
د نيمروز د والي وياند باختر آژانس ته وويل چې دغه ودانۍ د زرنج ښار هوايي ډګر ته څېرمه د چينکي په سيمه کې د دوه جريبه ځمکې په ساحه کې جوړيږي.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې: د جيل دغه ودانۍ به د کورنيو چارو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د شپږ نوي مليونو افغانيو په لګښت جوړه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته