امنیت

دتروريستي بريدونو درې تنه سازمان ورکوونکي په ننګرهار کې ووژل شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٦ :
دتروريستي بريدونو درې تنه سازمان ورکوونکې  په ننګرهار ولايت کې دناټو دهوايي بريد له امله  ووژل شول.
په دغو کسانو تيره شپه ناوخته دنازيانو ولسوالۍ  په مربوطاتو کې ددوي په پټنځي  بريد وشو او  ووژل شول.
دننګرهار دامنيې قوماندانۍ وياند  حضرت حسين مشرقيوال دباخترآژانس 
خبريال ته وويل   چې دناټو  دبې پيلوټه  جنګي الوتکو په دغه بريد کې  درې تنه
وسله وال طالبان  ووژل شول.
ده وويل :  دغه افراد په خپل پټنځي کې ديولړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو ، چې پرې بريد وشو.
ويل کيږي   د دغه  هوايي بريد له امله دسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته