امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابلباختردسرطان ٢٣
دافغان امنيتي ځواکونو اود نړيوالو قوتونو په هغو ګډو چاڼيزو عملياتو کې چې په تيرو څلورويشتو ساعتو کې تر سره شول، اووه تنه ياغي طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته ديوې خبر پاڼې په ليږلو سره ليکلي دي .
دغه عمليات د افغان امنيتي ځواکونو اود ايتلاف  دقوتونو له خوا د نيمروز ،هلمند ، هرات ،پکتيا ، خوست اودلغمان د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول له ا مله يې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ١٨ تنه نور يې ونيول شول.
په دغو عملياتو کې يوه اندازه جنګي وسايل ،ديرش کيلو ګرا مه چاوديدونکي توکي ،څه دپاسه اته سوه کيلو ګرا مه نشه يي توکي اودوه موټرونه هم دپو ليسو دځواکو نو لاس ته ورغلي دي
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو د کندز ولايت په مربوطاتو کې يو ماين کشف او شنډ کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته