کابل_باختر د مرغومي د مياشتې١٩مه
د دولت ۳۴ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د خبر پاڼې له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ګډو امنیتي ځواکونو له خوا د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د ترسره شويو عملياتو په پايله کې د وسله والو طالبانو د دوه تنو سېمه یزو قومندانانو په ګډون ۱۹ تنه مخالفين ووژل شول او ۱۵تنه نور ټپیان شول .
خبر پاڼه زياتوي چې دغه ګډ عملیات د پليو ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار،کاپیسا، لغمان، لوګر ،پکتیا،پکتیکا، غزني ، ارزګان، هرات نیمرور، فاریاب، کندز ، بدخشان، تخار ، بلخ سرپل او هلمند ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې ترسره شول.#
0 د یوې دقیقې څخه لږ