امنیت

د ترهګريزو بريدونو څلور قوماندانان ونيول شول .

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
دملي امنيت ځواکونو  دترهګريزو  بريدونو څلور قوماندانان  نن دتخار په ولايت کې ونيول . 
په نيول شويو کسانو کې  دتخار په ولايت کې دطالبانو مشهور قوماندانان په نيازي مشهورقاري نياز محمد  او قاري عبدالسلام هم شامل دي
دملي امنيت دلوى رياست يوه خبرځاى  دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغې ادارې منسوبينو دترهګريزو بريدونو  څلور قوماندانان چې غوښتل يې په دغه ولايت کې دانتخاباتو بهير ګډوډ کړي ددغه ولايت په مرکز تالقانو ښار کې ونيول
له نيول شويو کسانو څخه دماين جوړولو يوه لارښوده کتابچه  ، يوه اندازه  شبنامې اويوشمير وسلې هم ترلاسه شوي دي .
  خبرځاى  زياته کړه دغو قوماندانانو دتحقيق په بهيرکې په څو عملياتو کې په لاس لرلو هم اعتراف کړى دى چې په هغو کې څو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته