امنیت

د ملي امنيت شورا د طالبانو د دفتر پرانيستل او د دواړو هيوادونوترمنځ د پولې په اوږدوکې د تاجکستان انديښنې وڅيړلې

کابلباختردسرطان ٢
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ د ملي امنيت د شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه
په دې غونډه کې لومړى د سولې د عالي شورا د دارالانشا رييس معصوم ستانکزي دسولې د خبرو او په قطرکې د طالبانو د دفتر دپرانيستل کيدو په باب يو رپوټ وړا ندې کړ.
ده وويل: د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت د اصولي، دقيق او په خپل وخت دريځ له مخې، دطالبانو بيرغ له دغه دفتر څخه ښکته کړاى شو، د اسلامي امارت لوحه لرې کړى شوې ده او دقطر دحکومت پوليسو د طالبانو د بيرغ ستنه هم له دفتر څخه لرې کړې ده.
دملي امنيت شورا په قطرکې دطالبانو د دفتر په اړوند د افغانستان د دولت له وروستۍ دريځ سره د افغانستان دخلکو پراخ ملاتړ او هرکلي وستايه او په دې لاره کې د خلکو د بېلابېلو قشرونو، ملي شورا او د مدني ټولنې متحد او يو موټى حرکت يې د افغانستان د ملت د ځواکمنۍ په لاره کې د خلکو د ارادې څرګنده نښه نښانه وبلله.
وروسته د دواړوهيوادونو د پولې په اوږدوکې د تاجکستان د انديښنو په اړوند ددغه هيواد د جمهور رييس ليک چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رئيس په نامه ليږل شوى و؛ وڅيړل شو.
په دې ليک کې سربېره پر دې چې د پولې په اوږدوکې د افغانستان د امنيتې ځواکونو اغيزمن اقدامات ستايل شوي دي، هغو انديښنو ته هم اشاره شوې ده چې د نشه يي توکو د قاچاقو او د تروريستي ډلو د شتون زيږنده دى.
د تاجکستان دولت د نشه يي توکو دقاچاقو پرخلاف دمبارزې، د تروريزم پرخلاف دګډې مبارزې او د پولې په اوږدوکې د نا امنۍ د نورو عواملو په برخه کې د اطلاعاتو د راکړې ورکړې په لاره کې د دواړو هيوادونو دګډې مبارزې غوښتنه کړې ده.
دملي امنيت شورا، د ملي دفاع او د کورنيو چارو وزيرانو او دملي امنيت لوى رياست ته دنده وسپارل شوه چې دافغانستان اوتاجکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې شته ستونزې په دقيقه توګه وڅيړي اود تاجکستان د دولت له اړوندو ادارو سره دې اړيکې ونيسي او ددغه هيواد له دولتي ارګانونو سره په مشارکت کې دې د شتو انديښنو د لرې کولو په مقصد د دواړو هيوادونو ترمنځ دګټورې همغږۍ په لاره کې د يو ګډ ساختار په جوړولو اقدام وکړي.
وروسته د ملي دفاع وزيرسترجنرال بسم الله محمدي او د کورنيو چارو وزيرسترپاسوال غلام مجتبى پتنګ ددغه ولايت د امنيتي حالت په اړوند غونډې ته رپوټونه وړاندې کړل. 
دملي امنيت شورا د ملي دفاع او د کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت لوى رياست ته دنده وسپارله چې د امنيتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا او په خپل وخت د ملي اردو او د ملي پوليسو دجزو دبشپړولو له لارې ددغه ولايت د امنيتي حالت د ښه والي په برخه کې لازم تدبيرونه ونيسي.
په پاى کې د ملي دفاع او د کورنيو چارو وزيرانو له بهرنيوځواکونوڅخه د افغانستان امنيتي ځواکونو ته د محاربوي عملياتو د رهبرى د مسووليت د ليږدونې د مراسمو له پرځاى کولو وروسته د افغانستان د امنيتي ځواکونو د تيارۍ په اړوند رپوټو نه وړاندې کړل او ډاډ يې ورکړ چې د افغانستان امنيتي ځواکونه د هيواد د سولې او ثبات د دښمنانو د هر راز ناوړو پلانونو د شنډولو په مقصد لازم تيارۍ لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته