سیاست

جمهور ريیس غني د اذربایجان جمهور ريیس ته د نوروز مبارکي وویله

کابل د وري ٦ مه باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمداشرف غني پرون مازیګر د ټلیفوني اړيکې له لارې د اذربایجان جمهور ريیس الهام علي اوف ته د نوي کال او نوروز مبارکي وویله.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛
په دې ټلیفوني اړيکه کې دواړو لوریو د نوروز حوزې هېوادونو د ګډو دودونو په مشترکاتو خبرې وکړې او د اذربایجان جمهور ريیس وویل: د نوروز حوزې هېوادونه باید لا زیات له یو بل سره کار وکړي، ترڅو تاریخي، فرهنګي او سوداګريزې اړیکې یې تر پخوا لازیاته پراختیا ومومي.
الهام علی اوف زیاته کړه: د کرونا ویروس له ګواښ سره سره، د لارجورد لار پرانیستې ده او له دې لارې افغانستان او اروپا ته سوداګریز توکي استول کېږي.
پاىشکريه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته