سیاست

حامد کرزي له جمهور رئیس اوباما سره ټیلفوني خبرې وکړې

 

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٢١ :

جمهور رئیس حامد کرزي، تېر ماښام د امریکا د متحده ایالاتو له جمهور رئیس بارک اوباما سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:

په دغو ټیلفوني خبروکې، د دواړو هېوادونو جمهورو رئیسانو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو، له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لېږد د بهیر، د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو لپاره د چمتووالي او همداراز د افغانانو په مشرۍ د سولې او پخلاېنې د هڅو په اړه خبرې وکړې.

جمهوررئیس حامد کرزي په هېوادکې د ملکي تلفاتو د دوام، په ځانګړې توګه د کونړ په ولایت کې د ایساف په هوايي برید کې د ماشومانو پر وژل کيدو خواشیني وښوده، وې ویل چې د ملکي تلفاتو دوام به د افغانستان او امریکا ترمنځ پر اړیکو او د امنیتي تړون پر پشپړولو باندې بده اغېزه ولري.

د دواړو هېوادونو مشرانو په ټول هېواد کې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د لا زیاتو امنیتي مسوولیتونو د لېږد هرکلی وکړ.

حامد کرزي د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو لپاره د چمتووالي په موخه له یو هراړخيز بهیرڅخه خپل ملاتړ اعلام کړ، وې ویل چې موږ ژمن یو چې  په هېواد کې شفاف، آزاد او عادلانه انتخابات ترسره شي.

جمهور رئیس کرزي ټینګار وکړ چې موږ به په انتخاباتوکې د داخلي کړیو او بهرنيو هېوادونو هيڅ ډول لاسوهنې ته اجازه ورنکړو.

د امریکا جمهوررئیس له هغو وروستیو خبرواترو هم هرکلی وکړ چې حامد کرزي د قطر له امیر والاحضرت شیخ حمد بن خلیفه آل ثانی سره په دوحه کې د افغانستان د سولې د بهیر په اړوند ترسره کړې وې.

جمهور رئیس کرزي په روان کال کې د افغانستان واکمنۍ ته د بګرام د جيل د لېږد هرکلی وکړ.

د دغې ټليفوني اړیکې په ترڅ کې د امریکا جمهوررئیس د دوه اړخیزو اړیکو د دوام او ددغو موضوع ګانو په اړه د خپلې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته