فرهنګ

غزني داسلامي فرهنګ او ثقافت پايتخت سيمينار په کابل کې جوړشو

کابل  باختردلندي دمياشتې  ٢٣ :
غزني داسلامي فرهنګ اوثقافت  دپايتخت ترعنوان لاندې سيمينار نن  دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي دپيغام په لوستلو سره په کابل کې  جوړشو.
دباختر اژانس دخبرله مخې : غزني داسلامي فرهنګ اوثقافت دپايتخت سيمينار  داستاد غلام جيلاني جلالي  دفرهنګي او ټولنيز مرکز له خوا  دحامدکرزي  دپيغام په لوستلوسره  داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت دمطبوعاتود نړيوال مرکز په تالار کې  جوړشو.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس په خپل پيغام کې  چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  داداري او توريزم دمعين پوهنمل نبي فراهي له  خوا ولوستل شو، ويلي دي  دا  ټول هيواد ته  دوياړ  ځاى  دي  چې په راتلوونکې ميلادي کال کې به دغزني  وياړلي اوتاريخي ښار  په رسمي ډول  داسلامي فرهنګ اوثقافت  دپايتخت مقام  ترلاسه کړي .
په دغه ښارکې  داسلامي فرهنګ زيات شمير اثار شته  چې بيلګه يې  په سيمه او نورو ښارونو کې نه ليدل کېږي .
ددغو تاريخي  اولرغونو ميراثونو ساتنه  زموږ دټولو کار دي . موږ ټول بايد دغه ميراثونه  خوندي وساتو او هغوى له ويجاړتيا څخه وژغورو.
په پيغام کې ويل شوي دي چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت اودغزني ولايت مقام  دموجودو امکاناتو په پام کې نيولو سره په   غزني کې دفرهنګي ميراثونو دساتنې لپاره  يو لړ کارونه کړي دي   خو زه دلته دهيواد له ملي سوداګرو اوپانګه والو څخه  غواړم  چې ددغو ميراثونو  دساتنې  او ژغورنې په مقصد  داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره  يوځاى شي  چې فرهنګي ميراثونه خوندي شي .
دسيمينار په کار يوشميرسياسي کارپوهانو، دپارلمان وکېلانو ، محققانو اودعلمي مرکزونو استازو ګډون کړي وو .
علي احمدجلالي په دې سيمينار کې  غزني  داسلامي تمدن دمرکز ترعنوان لاندې يوه مقاله  ولوستله چې په کې ويل شوي دي  ، سره له دي چې  دغزني  فرهنګي تاريخ  دغزنويانو دسلطنت دواکمني   اوپه تيره بيا  دسلطان يمين الدوله  محمود له سلطنت سره تړلي دي  خو دغه لرغونې سيمه  له هغې دوري مخکې  اوله هغې دوري وروسته  ديو ځلانده ستوري په توګه دعلم اوادب په اسمان کې  ځليدلي دي .
دغه راز دافغانستان دعلومو داکاډمي پيغام ددغې اکاډمي دغړي عبدالواجد
واجد ، دکابل پوهنتون  پيغام  دډاکتر حبيب پنجشير اودبهرنيو چارو دوزارت
پيغام  ددغه وزارت داستازي سيدذکريا له خوا ولوستل شو. اوپه ولسي جرګه کې دغزني دخلکو استازي علي اخلاقي   دسيمينار دکار داجندا له مخې وينا وکړه.
دسيمينار کار دپريکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسيد.
په پريکړه ليک کې ټينګار شوي دي  چې دتاريخي اثارو ساتنه  يوازي دحکومتي مرکزونو کار نه  دي بلکې دغزني  مدني اوفرهنګي ټولنه او عام خلک دي  هم دهغه په ساتلو کې  ونډه واخلي  اوله يونسکو څخه هم وغوښتل شول  چې  دهيواد  دغلا شويو لرغونو اثارو په موندلو  اودافغانستان حکومت ته دهغو دسپارلو په برخه کې همکاري وکړي.
دغه رازددغه سيمينار برخه والو  داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه وغوښتل چې   دغزني  په باب دليکل شويو اثارو په راټولولو کې  هلې ځلې وکړي  او هغه چاپ کړي 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته