ټولنه

د سېدجمال الدين افغان د تجربوي ليسې د راى ورکولو په مرکزکې د بايومتريک دستګاه کار نه کوي

کابل/ د تلې ۶ مه/ باختر
د سېد جمال الدين افغان د تجربوي ليسې د راى ورکولو په مرکز کې د بايومتريک  له درېيو دستګاوو څخه يوه دستګاه يې کار نه کوي.
د باختر آژانس خبريال دخبرله مخې: دغه ستونزه د دې سبب شوى دى چې له دوو نورو دستګاوو څخه د ښځينه او نارينه راى ورکولو په محلونو کې استفاده وشي .
يو تن راى ورکوونکي وويل چې د راى ورکولو په بهيرکې ځنډ د خلکو د انديښنې سبب شوى دى.
د دغه مرکز مسوولې فېروزې وويل چې دستګاوې سم کار نه کوي.
هغه زياته کړه چې دغه ستونزه يې له مسوولينو سره شريکه کړې ده.
  ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته