خبرونهاقتصادفرهنګ

محمد طاهر زهير: افغانستان په اقتصادي څلورلارې سربېره، د تمدنونو او فرهنګونو د وصل ځاى هم دى

کابل / د غبرګولي ۶ مه / باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د ١۴٠٠کال لپاره د سولې د روزنيزو او پوهاوي ورکولو پروګرامونو د پرانیستلو په مراسمو کې وويل چې افغانستان په اقتصادي څلورلارې سربېره، د تمدنونو او فرهنګونو د يوځاى کېدو سيمه هم ده.

هغه ټينګار وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سولې جوړولو فرهنګ لپاره د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره همکاري ته چمتو دى.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه: د ملتونو د تاريخ د عطف نقطه سرښندنې دي او زموږ په تاريخ کې په افغانستان کې د انګليس د يرغل له ماتې څخه د تروريزم تر ماتې پورې زموږ د ملت د عطف نقطې دي.

هغه زياته کړه: افغانستان په اقتصادي څلورلارې سربېره، د تمدنونو او فرهنګونو د نښلولو سيمه هم ده او زموږ هېواد هم د بشري تمدنونو ميراث لرونکی دى او هم د جهان ګشايۍ څلورلارې، له سکندره نيولې د چنګيزخان مغل، امير تيمور او تر نننيو اړوندو پيچلتياوو پورې.

هغه څرکنده کړه چې دا کار د دې سبب شوى دى چې جګړه ماري ترويج شي او د جګړې صنعت رامنځته شي او وروسته جګړه د ټولنې په فرهنګ او اخلاقو کې شامله شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل: د دې اړتيا ده چې نوى نسل منفي برداشتونه  له خپلو ذهنونو څخه پاک کړي چې د فرهنګ جوړولو او له نويو زده کړو پرته دغه کار ناشونى دى او د جګړې او تاوتريخوالي ناوړې څېري بايد توضيح شي او د فرهنګ جوړولو لپاره دوامدار کار وشي.

همدارنګه په دغو مراسمو کې د ملي مصالحې عالي شورا مرستيال مولوي عطاالرحمن سليم څرګنده کړه: ډېرۍ ټولنې سياسي توافق ته رسېدلې دي؛ خو د سولې جوړولو لپاره يې کار نه دى کړى او مطلوبه پایله يې نه دي ترلاسه کړې. خو موږ هوډمن يوو په ولايتونو کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت او په دې برخه کې د ملي مصالحې عالي شورا د نمايندګيو د فعاليتونو په پراختيا سره په بريالي ډول عمل وکړو.

هغه وويل: د سياسي اجماع، د خلکو د پيوستون او د سيمې او نړيوال ملاتړ په لاره کې هلوځلو ته په پاملرنې سره، راتلونکى روښانه وينو.

ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته