امنیت

په هلمند کې دګل اغا شيرزي دانتخاباتي کمپاين مسوول ووژل شو

کابل باختردزمري دمياشتې   ٢٣ :
په هلمند ولايت کې دجمهوري رياست  دنوماند ګل اغا شيرزي دانتخاباتي مبارزو مسوول پرون  دوسله والو کسانو په بريد کې ووژل شو.
په عبدالمالک  دهلمندولايت دمرکز  لښکرګاه ښار په صوفيانو کلي کې ددوو
تنو  نقاب لرونکو له  خوا ډزې وشوې او ووژل شو.
عيني شاهدان وايي چې يرغلګر په موټر سايکل سپاره وو  اوپه دغه سړي  له ډزو وروسته وتښتيدل .
تراوسه پورې  په هلمند ولايت کې د ګل اغاشيرزي دانتخاباتي مبارزو دمسوول  دترور مسووليت  چاپه غاړه نه دى اخيستى.
دهلمند ولايت دمرکز لښکرګاه ښار يو امنيتي مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې ديرغلګرو دپيژندنې اونيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.
عبدالمالک دغه راز دهلمند ولايت دناوې ولسوالۍ دټولنېزي شورا فعال غړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته