امنیت

يو تن د خپلې ميرمنې د وژنې په تور ونيول شو

کابل باختر دوري دمياشتې ٢١ نيټه  :
يو تن نن  د خپلې ميرمنې د وژنې په تور په هرات ولايت کې ونيول شو .
د هرات ولايت  د امنيي قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده باخترآژانس ته وويل ؛  دغه سړى  له هغه وروسته ونيول شو چې تېره شپه يې  خپله ځوانه ميرمن دغوريانو ولسوالۍ د استونان په کلي کې  لومړى مسمومه  او وروسته يې  زندۍ کړه.
وليزاده  زياته کړه  چې د دغې ښځې مړى  له يوې کندې څخه کشف او د  زياتو کتنولپاره عدلي طب ته لېږدول   شوى دى. پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته