امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل باختر د تلې پنځلسمه :
لس تنه وسله وال طالبان تېره شپه په فارياب ولايت کې د پوځيانو د هوايي بريدونو له امله ووژل شول .
د فارياب د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو د دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د فارياب ولايت د دولت آباد ولسوالۍ د تورت عطا په کلي کې د افغان پوځيانو په هوايي بريدکې ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه چې په دغه بريدکې اووه تنه نور طالبان سخت ټپيان  شوي او هغوى څو وسلې په بشپړه توګه له منځه تللې دي.
دغه راز پوليسو وکولاى شول په دې سيمې کې د ريموټ کنترول څلور ماينونه کشف او شنډ کړي .
   ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته