غزني دمرغومي ۵ باختر
په غزني کې پرون مازیګرد یوې ترافیکي پېښې له مله دماشومانو او ښځو په ګډون دولس تنه مسافران ووژل شول .
دغه پېښه د غزني ـ قندهار په لویه لاره وشوه .
د غزني د ترافیکو مدیر منیر احمد بختیار د باختر اژانس خبریال ته وویل چې د غزني ـقتدهار په لویه لاره کې د یو سراچه او د تیلو د یوټانکر د ټکر له امله د سراچه موټر دولس تنه سپرلۍ ووژلې شوې .
هغه زیاته کړه چې وژل شوي کسان څلور ماشومان ، درې ښځې او پنځه نارينه دي . پاى-سعیده
0 د یوې دقیقې څخه لږ