کابل- باختر د کب دويمه :
په کونړ ولايت کې دبې پيلوټه جنګي الوتکو په دوو بريدونوکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکونړ والي سيد فضل الله واحدي باختراژانس ته وويل د غه بريدونه دکونړ ولايت دسرکاڼو او غازي اباد ولسواليو په ساحاتو کې ترسره شول چې له امله يې څلور تنه طالبان ووژل شول او يو بل وسله وال طالب ټپي شوى دى .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې په دغو هوايي بريدونوکې دسيمي وګړو ته زيان نه دى اوښتي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ