کابل باختر دوري دريمه
دافغان او ناتو ځواکونو له خوا په هلمند ولايت کې دوسله والو طالبانو دنشه يي توکو اوجنګي وسايل يو ډيپو کشف شو .
دغه ډيپو پرون دلښکرګاه ښار په مربوطاتوکې ددغو ځواکونو په ګډو عملياتوکې کشف شو .
ناتو باختر اژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي په دغه ډيپو کې په لسګونوکيلوګرامه اپين ، جنګي وسايل او لاسي بمونه ترلاسه شوي دي .
خبرپاڼه زياتوي وسله والو طالبانو له دغه ډيپو څخه دخپلو تروريستي عملياتو لپاره کار اخسته .
په دغې خبرپاڼه کې ددغه خبر دجزئياتو په باب څه نه دى ويل شوى .