ايبکباختردليندۍ دمياشتې٤ نيټه :
په سمنګانو ولايت کې د پنځو بنسټيزو کرنيزو پروژو د جوړولو کار د کرنې او اوبو لګولو وزارت د اوبو د تنظيم د پروګرام له خوا بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .
د سمنګانو ولايت د کرنې او اوبو لګولو رئيس همايون حبيب باختر آژانس ته وويل : په دغو پروژوکې د حضرت سلطان ولسوالۍ د غزني ګک او د ايبکو ښار د چوغي، بلخکي او د اکاخيلو په کليوکې د کرنيزو اوبو د کانالونو جوړول او ټينګښت شامل دي چې د نړيوال بانک په مرسته د څه ناڅه اته ويشتو ميليونو افغانيو په لګښت په اووه مياشتوکې بشپړې شوې دي.
ده زياته کړه: دغه پروژې کرنيزو ځمکو ته د اوبو د عادلانه ويش او د اوبو د ضايعاتو د مخنيوي په مقصد جوړې شوې دي چې په تطبيق سره يې دلسو زره جريبه کرنيزي ځمکې د خړوبولو زمينه برابره شوې ده .
د سمنګانو ولايت د کرنې او اوبو لګولو رياست دمسوولينو دڅرګندونوله مخې ؛
د دوو نورو زراعتي پروژو د جوړولو کار د نړيوال بانک په مرسته د٢٣ميليونو افغانيو په لګښت په نږدې راتلوونکي کې په ايبکو ښارکې بشپړيږي.
پاى ج ذ