کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۵مه
انجنير عبدالتواب بالاکرزي د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه مؤظف شو.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني د يوه حکم په صادرولو سره ډيپلوم انجنير عبدالتواب بالاکرزي د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه مؤظف کړ.
جمهوررئيس انجنير عبدالتواب بالاکرزي د علمي کادر د حقوقو په ساتلو سره په دغه پست کې مؤظف کړى دى .
ختم _ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ