ټولنه

عالمي بلخي :هره ورځ ٣٠٠ افغان کورنۍ له پاکستان څخه شړلي کيږي .

کابل باختر د سلواغې نولسمه :
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير سيدحسين عالمي بلخي  وايي چې په نږدې راتلوونکې کې په پاکستان کې دافغان مهاجرينو د ستونزو دحل کولو په خاطر دغه هيواد ته سفر کوي .
په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې په دې وروستيو وختو کې افغان مهاجرين دپاکستان دپوليسو له خوا ځورول کيږي او وخل کيږي چې دروان ميلادي کال په لومړۍ مياشت کې نږدې ٢٤ زره افغان مهاجرې کورنۍ دپاکستان دکشمير او پنجاب له ښارونو اوهم دپيښور له ښار څخه په جبري ډول شړلې شوي دي .
  په اسلام اباد کې دافغانستان دسفارت مقاماتو هم په پاکستان کې په مهاجرو افغانانو د ورځ په ورځ  زياتيدونکو فشارونو خبر ورکړى دى .
لکه څنګه چې  دمهاجرينو په چارو کې  دافغانستان دسفارت کارکوونکي  مصري خان مومند ويلي دي که چيرې افغان مهاجرين مدرک ولري اوکه نه دپاکستان دپوليسو له خوا ځورول کيږي او ان په جبري توګه افغانستان ته شړل کيږي .
  په همدې حال کې دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت مقامات هم تاييدوي چې په دې وروستيو وختو کې  هره ورځ څه ناڅه ٣٠٠ افغان کورنۍ له پاکستان څخه شړلي کيږي خو دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير سيد حسين عالمي بلخي  وايي چې ددغې ستونزې داوارولوپه خاطر  په ډير لنډ ممکن وخت کې پاکستان ته سفر کوي .
ده وويل بايد دپاکستان دولت په دې برخه کې  له زغم او حوصلې څخه کار واخلي اوموږ ته دې فرصت راکړي چې په افغانستان کې دافغان مهاجرينو دهرکلي لپاره زمينه برابره کړو .
عالمي بلخي څرګنده کړه چې په ډله ئيزه توګه له پاکستان څخه افغانستان ته دافغان مهاجرو کورنيو ايستل موږ او دملګروملتو سازمان ته ستونزې پيداکوي او هره ورځ څه ناڅه ٣٠٠ افغان کورنۍ زموږ هيواد ته شړلې کيږي او له بده مرغه  موږ په اوس  وخت کې ددغو کورنيو دهرکلي لپاره لازم امکانات په واک کې  نه لرو .
عالمي بلخي  څرګنده کړه چې په ډير لنډ ممکن وخت کې  پاکستان ته سفر کوي او ددغه سفر دمقدماتو  دبرابرولو لپاره کار دوام لري . 
له پاکستان څخه د٢٤ زره افغان مهاجرينو ايستلو دمهاجرت  دنړيوال سازمان انديښنه هم راپارولې ده لکه څنګه  چې دغه سازمان اعلام کړى دى  چې نږدې په همدې شمير افغان مهاجرين  په تير ميلادي کال کې له پاکستان څخه افغانستان ته شړل شوي و .
دغه سازمان ويلي دي چې په روان ميلادي کال کې دافغانستان د راستنو شويو مهاجرينو دستونزې دحل کولو په برخه کې يو اعشاريه شپږ مليونو ډالرو نورو پيسو ته اړتيا ده .
ويل کيږي چې نږدې درې مليونه تنه افغان مهاجرين په پاکستان کې شپې سباکوي چې نږدې يومليون تنه يې مدرک نه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته