سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله دافغانستان او پاکستان لپاره دچين له ځانګړې استازي سره په کتنه کې : پاکستان همکارى ته اړ باسئ .

کابل باختر د ليندي  ديارلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس  ډاکترعبدالله عبدالله نن دافغانستان او پاکستان لپاره دچين دولسي جمهوريت له ځانګړې استازى دينګ شيجون سره په سپيدار ماڼۍ  کې وکتل .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې شيجون له ډاکتر عبدالله عبدالله سره دکتنې له امله دخوښي  په څرګندولو سره دچين دکمونست  ګوند لپاره دهېواد داجراييه رييس دپروګرام له امله مننه او قدرداني وکړه .
دافغانستان  او پاکستان لپاره دچين دځانګړي استازي  وويل:  دوى په پام کې لري چې دبهرنيو چارو دوزيرانو په کچه  دچين ،افغانستان او پاکستان درې اړخيزه غونډه جوړه کړي . او دسولې دخبرو او سيمه ئيزو همکاريو او دغه راز له تروريزم سره دمبارزې په باب خبرې وکړې او هيله يې  څرګنده کړه چې افغانستان په دې غونډه کې ګډون وکړي .
  دکتنې په دوام ډاکتر عبدالله عبدالله  دروسيې په سوچي کې  د شانګهاي دکنفرانس تر څنګ دچين له صدراعظم سره خپلې کتنې او خبرو ته په اشارې سره وويل خوښ يم چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې مخ په پراختيا دي .
دهېواد اجراييه رييس په دې بيان سره چې افغانستان به په  درې اړخيزه غونډه کې ګډون وکړي زياته کړه هيله لرو چې چين ، پاکستان له تروريزم سره په مبارزه او  په افغانستان کې دسولې په بهير کې  همکارى ته اړباسي .
ډاکتر عبدالله عبدالله په دې بيان سره چې په تيرو وختو نو کې له پاکستان سره ګډو ناستو کومه نتيجه نه ده ورکړې دچين له استازي څخه وغوښتل چې اسلام اباد دتروريستانو دپټنځيو او دهغوى دسمبالښت او تمويلو دمرکزونو په له منځه وړلو متقاعد کړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته