امنیت

د ملي امنيت ويندوى: تروريستانو په سترو ښارونوخپل تمرکز زيات کړى دى

کابل باختردلړم دمياشتې ٢٨ :
د ملي امنيت د لوى رياست ويندوى وايي: تروريستي ډلې په ښارونوکې  د ډاراچوونکو فعاليتونو په پراختيا سره غواړي ځان مطرح وښيي.
د باخترآژانس د خبريال دخبرله مخې:
د ملي امنيت د لوى رياست وياند حسيب صديقي نن په يوه خبري غونډه کې وويل: تروريستانو د جګړې په ډګرکې ماتې خوړلې ده او په هغو پروګرامونوسره چې هماغه سترو ښارونو ته پاملرنه ده؛ هلې ځلې کوي چې ځان مطرح وښيي او خپلو ډار اچوونکوفعاليتونو ته پراختيا ورکړي .
ده وويل: دښمنانو تل په کابل ښار ورانکار تمرکز کړى دى او په کابل ښارکې په خپلو وروستيو بريدونوکې يې  ملي او نړيوالې رسنۍ ځانته متوجه کړې دي
ده څرګنده کړه چې په کابل ښار وروستي بريدونه د هېوادوالو پرضد تبليغاتي جګړه ده او د وروستيو بريدونو په ترسره کولو سره دښمن غواړي  خپل فعال شتون خلکو ته وښيي.
دصديقي د څرګندونوله مخې: په تيرو مياشتوکې دجګړې لمن د هېواد دوه ويشتو ولايتونو ته پراختيا پيداکړې وه؛ خو د افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو او د تروريستانو د مشهوروکسانو په نيول کيدو سره د جګړې لمن شپږو ولايتونو ته  ورسيده  چې د هلمند، کندز، کونړ، ننګرهار، بدخشان او د فارياب ولايتونه دي.
ده وويل: طالبانو په روان کال کې غوښتل چې څو کليدي ولسوالۍ ونيسي  او په هغوکې ځانته مرکزونه جوړ کړي خوخپل هدف ته ونه رسيدل.
ده څرګنده کړه چې دامنيتي ځواکونو  دچاڼيزو عملياتو  په زياتوالي سره  د هېواد په کچه  دتروريستي ډلو راکټي  او بمي بريدونو  په سلوکې  پنځه څلويښت کم شوي دي خوپه سترو ښارونو کې په سلوکې اته شپيته زيات شوي دي .
ده دغه راز وويل: د ملي امنيت ځواکونو يوه تروريستي ډله له ماينونو او چاوديدونکو توکو سره  په کابل کې ونيوله  چې له هغوى څخه تحقيقات دوام لري.
ده وويل:  امنيتي ځواکونو په ننګرهار ولايت کې هم دوه تنه ځانمرګي يرغلګر او اوولس تنه تروريستان نيولي دي.
صديقي  زياته کړه: ټاکل شوې ده  چې د افغانستان  ملي امنيتي ستراتيژي تدوين شي او په دې ستراتيژي کې دافغان امنيتي ځواکونو  واکونه او دفعاليت څرنګوالى  ټاکل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته