امنیت

دسوله غوښتونکو دوګړني حرکت شپږ غړي په لوګر کې وتښتول شول .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر:
دهلمندي سوله غوښتونکو وګړنى حرکت وايي چې ددغه حرکت شپږ غړي نن په لوګر کې وتښتول شول .
هلمندي سوله غوښتونکو دوګړني حرکت وياندبسم الله وطندوست د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې، ددغه حرکت شپږ غړي دطالبانو له خوا دلوګر په مربوطاتو کې هغه وخت وتښتول شول چې غوښتل يې ددغه ولايت دمرکز پل علم ښارګوتي په سيمه کې په يوه وګړنۍ غونډه کې ګډون وکړي .
دلوګر دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي  ددغو کسانود تښتونې بې خبري وښودله او زياته يې کړه چې په دې برخه کې دپوليسو څېړنې او پلټنې پيل شوي دي .
دغه کاروان يوه اوونۍ مخکې لوګر ته ورسېد او اصلي غوښتنه يې دحکومت او طالبانو ترمنځ دسولې دخبرو پيل او داوربند اعلام دى .
  ختم_ عطاالله_ اکرم
                                                      

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته