امنیت

دوسلو دپلورنې په تور ديوتن نيول کيدل.

کابل –باختر د مرغومي دمياشتې ٦
دکاپيسا پوليسو نن دوسلو يو قاچاق وړونکى ونيوه.
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ د اوپراسيون امر سمونمل امان الله باختر آژانس ته وويل : ددغې قوماندانۍ پوليسو نن سهار دکاپيسا ولايت
دمحمود راقي دکاکړي دسيمې اوسيدونکى دقاچان له يوه پاکستاني کلاشينکوف دوو تومانچو او دکلاشينکوف له درې سوه څلويښتو ګوليو سره ددغه ولايت دمرکز له مربوطاتو څخه ونيوه .
خبرځاى زياته کړه :دغه سړى وسلې راټولولې او په غير مسولو وسله والو کسانو يې پلورلې چې په دغه ولايت کې امنيت ګډوډ کړې اوددغه سړي په نيول کيدو سره ددغه ولايت په زياتو سيمو کې دنا امنيو مخه نيول شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته