کابل باختر د ثور ٢٢
د فراه ولايت سيمه ئيز مقامات وايي: پنځه تنه هغه سوداګر چې نږدې يوه اوونۍ مخکې د فراه _ شيخ ابو نصر فراهي بندر په لاره کې تښتول شوي وو؛ نن د سيمې د خلکو په همکارۍ د فراه ولايت د قلعه کاه ولسوالۍ کې آزاد شول.
د فراه د والي مرستيال محمد يونس رسولي ددغه ولايت په مرکزي روغتون کې له دغو کسانو سره د کتنې په وخت کې وويل: دغه سوداګر د سيمې د سپين ږيرو په منځګړيتوب د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شول او د دغې پيښې د عاملينو د نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري .
تښتول شوي سوداګر له روغتيايي معاينو وروسته خپلوکورونو ته ستانه شول .
ويل کيږي دغه کسان د يرغمل کيدو په وخت کې ځوړول شوي هم وو او د ځينو روغتيايي حالت ښه نه دى .
0 1 دقیقه لوستل