سیاست

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون مرکز ته له ولايتونو څخه د حساسو انتخاباتي توکو د لېږدونې بهير بشپړ شو

کابل/ دتلې ١٤مه/ باختر
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي چې د کمېسيون مرکزي دفتر ته له ولايتونوڅخه د حساسو انتخاباتي توکو د لېږدونې بهير بشپړ شوى دى.
د باختر آژانس د خبر له مخې: کابل ته د حساسو انتخاباتي توکو (د راى ورکولو د پاڼو پايلې او د بايومتريک دستګاوو) د لېږدونې بهير په خوندي توګه ترسره شوى دى.
د حفاظتي کڅوړو او د بايومتريک وسايل هغه مواد دي چې د ملي او نړيوالو کتوونکو او مشاهدانو په وړاندې خلاصيږي او د پروسس په موخه د معلوماتو د ثبت ملي مرکز ته لېږدول کېږي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون کشمينر اورنګ زيب نن په خبري غونډه کې وويل: د حساسو انتخاباتي توکو راټولول چې د بايومتريک دستګاوې او د نتيجو جدولونه پکې دي؛ د امنيتي بنسټونو په همغږۍ له کومې ستونزې پرته له ټولو ولايتونو څخه په  کابل کې د کمېسيون مرکز ته رسيدلي دي.
هغه دغه راز وويل چې د ٢١ولايتونو پايلې، د پايلو د راټولولو ملي مرکز ته لېږدول شوې دي چې له دې جملې څخه د ١٠ ولايتونو (کابل، کاپيسا، پروان، ميدان وردګو، لوګر، ننګرهار، لغمان، پنجشير، خوست او روزګان) پايلې څېړل شوې دي. د دغو ولايتونو پايلې څه دپاسه ١٠ زره فورمې کېږي چې زياتره يې د څېړنې، تصفيې او کاپي پړاوونه تېر کړي دي او څه ناڅه ٧ زره يې د پايلو د راټولولو په ملي مرکزکې ثبت ته چمتو دي.
اورنګ زيب د ولايتونو له مرکزونو څخه په کابل کې د انتخاباتو دخپلواک کمېسيون مرکز ته د حساسو انتخاباتي توکو د خوندي لېږدونې خبر ورکوي چې يوشمېر رسنيو د څو بايومتريک دستګاوو د ورکېدو او د څو نورو دستګاوو د حافظې د پاکولو خبر ورکړى دى.
د افغانستان د جمهوري رياست انتخابات اته ورځې وړاندې ترسره شول چې په کې  دوه اعشاريه شپږو ميليونه تنو رايه وکاروله.
پاى ج ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته