روغتیا

ترکمنستان په هرات کې د ښځو لپاره لومړنى روغتيايي مرکز جوړوي

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٥
د ښځو د ځانګړي لومړني روغتيايي مرکز د ودانۍ د بنسټ ډبره چې ټاکل شوې ده د ترکمنستان له خوا د تورغندي په ښارګوټي کې جوړه شي؛ نن کيښودل شوه .
د دغې ودانۍ د بنسټ ډبره د هرات د والي محمد آصف رحيمي، د عامې روغتيا د وزير فيروزالدين فيروز، د ترکمنستان د روغتيا وزارت د معين عطايوف او د مرو ولايت د والي علي قربان اوف له خوا کيښودل شوه.
د هرات والي د دغه روغتيايي مرکز د بنسټ د ډبرې د ايښودلو په مراسموکې د ترکمنستان د همکاريو له امله قدرداني وکړه او د دغه هيواد مرسته او همکارۍ د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا په لور يو ښه ګام وباله.
رحيمي د ترکمنستان د عامې روغتيا له وزارت څخه هم د دغه روغتيايي مرکز او د هغه د بريښنا د تمديدلو له امله مننه وکړه.
دغه راز د ترکمنستان د مرو ولايت والي علي قربان اوف وويل: د ترکمنستان جمهور رييس دغه ٢٠ بستريز روغتون د افغانستان خلکو ته ورکړى دى.
د ترکمنستان د عامې روغتيا د وزارت معين عطايوف هم له ګاونډيو هيوادونو سره بې غرضه مرستې د ترکمنستان د بهرني سياست له اساساتو څخه وبللې او ويې ويل چې د ترکمنستان جمهور رييس علاقمندي لري، د افغانستان له خلکو سره د خپل هيواد انسان دوستانه مرستو ته دوام ورکړي.
د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز هم باکيفيته روغيتايي خدمتونو ته د برلاسي زياتوالى د عامې روغتيا وزارت له اساسي مسووليتونو څخه وبلل او ويې ويل چې دغه وزارت هلې ځلې کوي خلکو ته لازمې روغتيايي اسانتياوې برابرې کړي.
د عامې روغتيا وزير ټينګار وکړ چې دغه ٢٠ بستريز روغتون د کشک رباط سنګي او د تورغندي د سرحدي ښارګوټي د ښځو روغتيايي اړتياوې لرې کوي.
فيروز وويل: دغه ودانۍ د ترکمنستان له وړيا مرستو څخه په شپږو مياشتو کې بشپړيږي.
ټاکل شوې ده ترکمنستان د دغه روغتون د پرسونل د روزنې په برخه کې هم همکاري وکړي.
د هرات والي او اداري مسوولينو د ترکمنستان هيئت او د عامې روغتيا وزير ته د هرات د لاسي صنايعو سوغاتونه ورکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته