سیاست

ايزديار هيواد ته راستون شو

کابل باختردسلواغي دولسمه :
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديارچې له ٢٠١٤کال وروسته په افغانستان کې د چلنجونو او فرصتونو تر عنوان لاندې يوه ورځنى کنفرانس کې دګډون په مقصد انګلستان ته تللى و؛ نن سهار هيواد ته راستون شو .
د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کنفرانس د سنامجلس لومړي نايب د جمهوري رياست او د ولايتي  شوراګانو د راتلونکى کال د انتخاباتو،په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان څخه دنړيوالو ځواکونو د وتلو او د هغو د پايلو په باب توضيحات وړاندې کړل او ددغه کنفرانس له برخه والو سره يې خبرې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته