امنیت

اووه ويشت طالبان په هلمند کې ووژل شول

۱۵- کابل / د سلواغې ۱۵ مه / باختر
اووه ويشت وسله وال طالبان په هلمند کې په يولړ هوايي بريدونو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په ناوې، ناد علي اونهر سراج ولسواليو کې د دوى په پټنځيو کې د غونډو په وخت کې بريدونه وشول.
د ځانګړو عملياتو قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په هوايي بريدونو کې د څلورو سيمه یيزو قوماندانانو په ګډون ٢٧ وسله وال طالبان ووژل شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ يوشمېر وسله وال طالبان په خپلو پټنځيو کې د ډار اچوونکو بريدونو په طرحه کولو بوخت وو چې پرې بريدونه وشول او يوشمېر نور یې د افغان ځواکونو پر پوستو د بريدونو لپاره راټول شوي وو چې هوايي ځواکونو پرې بريدونه وکړل.
په بريدونو کې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د وسله والو طالبانو پنځه قرارګاوې دړې وړې شوې.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
افغان ځواکونو د هلمند له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١٨ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم – ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته