امنیت

په ننکرهارکې د شپاړسو تنو نیول کېدل

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢١مه
د ننګرهار ملي امنیت د یوې اوونۍ په بهیرکې۱۶ تنه په دغه ولایت کې نیولي دي.
د باختر اژانس د سیمه يیزخبریال د خبر له مخې: د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په خبري غونډه کې وویل چې د دغه ولایت د ملي امنیت ځواکونو په یولړ عملیاتوکې په جلال آباد ښار او د شینواري، سره رود، بټي کوټ او خوږیاڼیو ولسوالیو په مربوطاتوکې ۹ وسله وال طالبان، ٣ داعشیان او د جنايی جرمونو ٤ مشکوک کسان نیولي دي.
میاخېل زیاته کړه: له دغو کسانو څخه ۲۰ ماینونه، ۸ کلاشینکوفونه، درې توغندي ویشتوونکي، یو ۳۰۳ بور، دوه دوربینونه، یو موټر او څو مهمات ترلاسه شوي دي.
د ننګرهار والي وویل چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته