امنیت

په کابل کې ځانمرګى بريد ترسره شو

کابل باختر دليندي شلمه :
څوشيبې مخکې د کابل د هوايي ډګر شمالي دروازې ته څېرمه د کور جوړولو د قصبې په ساحه کې ځانمرګى بريد ترسره شو.
دکورنيو چارو وزارت دويندوى مرستيال نجيب الله دانش تاييد کړه چې دغه پيښه  د يو ځانمرګى بريد زيږنده ده.
ده دباخترآژانس خبريال ته وويل: بريد د يوه سرف ډوله موټر په واسطه ترسره شو او موټر په بشپړه توګه ويجاړ او ځانمرګى بريدکوونکى وژل شوى دى.
دکورنيو چارو وزارت د ويندوى مرستيال وايي چې لومړنې څيړنې او خبرونه ښيي چې په دې پيښه کې له ځانمرګى بريدکوونکى پرته نور د سر زيان نه دى اوښتى او يواځې دوه استنادي ديوالونه په قسمي ډول ويجاړ شوي دي.
ويل کيږي د ځانمرګى بريدکوونکى هدف دهوايي ډګر په شمالي برخه کې د بهرنيو ځواکونو اډه وه؛ خو ځانمرګى بريد کوونکى په دې بريالى نه شو چې هغه ته نږدې شي .
د لړم دمياشتې له ٢٥نيټې وروسته دا لومړنى ځانمرګى بريد دى چې په کابل کې ترسره کيږي .
د روان کال د لړم د مياشتې په ٢٥نيټه دکابل د پولي تخنيک پوهنتون ته څېرمه دمشورتي لويې جرګې د ترسره کولو په درشل کې د ځانمرګى بريد له امله دکابل يو شمېر اوسيدونکي ووژل شول او طالبانو په هغه وخت کې ددغه بريد مسووليت په غاړه واخيست .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته