کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني د يوه فرمان په صادرولو سره، سيد شاه حسين مرتضوي په فرهنګي چارو کې د جمهوررييس سترسلاکار ټاکلى دى.
د باختر آژانس د خبر له مخې: د دغه فرمان له مخې، دى د کابينې او د جمهوري رياست د عالي شوراګانو په غونډو کې ګډون کوي.
مرتضوي له دې مخکې، د جمهوررييس د وياند مرستيال و.
ختم-ج – اکرم