امنیت

په هلمند کې د جنګي الوتکو په بريدونو کې ٢٦ تنه ووژل شول

کابل باختر د سلواغې د مياشتې  ٢٧  :
په هلمند ولايت کې تيره شپه د  اردو د  جنګي الوتکو په  بريدونو  کې  ٢٦  تنه  وسله وال طالبان ووژ ل شول.
د هلمند د ولايتي شورا غړي عبدالمجيد آخندزاده  د باخترآژانس خبريال  ته وويل   چې د ملي اردو د  جنګي الوتکـــو د  بريدونو له   امله  شپږ ويشت  تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څه ناڅه لس تنه نور يې ټپيان شول.
ښاغلى آخندزاده  وايي  چې دملي اردو  جنګي الوتکو دهلمند ولايت  دګرشک او سنګين په ولسواليو کې دطالبانو په سنګرونو بريدونه وکړل .
دى وايي  چې په دغو عملياتو کې څو تنه نور طالبان ټپيان شوي دي چې دقيق شمير يې معلوم نه دى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته